ایکنا د ینی شفق له قوله راپور راکړ،د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر پرون په یولړ څرګندونو کې په سپين سترګیتو بسره ووئيل کهپه ۲۰۲۴کال کې بیا ولسمشر شي، نو د مسلمانانو د سفر ممنوعیّت به بیا اجرا کړي.
ټرمپ او په آیووا ایالت کې خپلو ملاتړو ته وئیلي دي ،پخپل حکومت کې ئې له خپل هیواده د افراطي جهادیانو او ترهه ګرو د لیرې ساتلو لپاره ډيرې سختې ارزونې او ممنوعیّت اعمال کړي دی.کله بیا قدرت ته ورسیږم،نو د سفر ممنوعیت به حتی د تیر په نسبت لاسخت او قدرت سره بیرته اجرا کړم.
متحده ایالاتو ته د مسلمانانو د د واریدیدا ممنوعیّت ټرمپ لپاره یو اوږدمهاله اندیښنه ده . دغه چاره د ۲۰۱۵کال په انتخاباتو کې د هغه د ولسمشرۍ دانتخاباتي کمپاین وخت ته ورګرځي ، کله چې هغه متحده ایالاتو ته د مسلمانانو د واریدیدا د بشپړ ممنوعیّت غوښتنه کړې وه.
د سپينې ماڼۍ په سیاست کې د ټرمپ پخواني لوړپوړي سلاکار سټیفم میلر چې د مسلمانانو د لومړني ممنوعیت داجرائي فرمان له لیکلو سره ئې مرسته کړې، هم د اعلان دممنوعیّت د بیرته اجرا لپاره ګروهنه اعلان کړې ده.میلر په ټوئيټر کې لیکلي دي، د سفر ممنوعیت بیرته اجرا کړئ، همدااوس . میلر او ځيني نور زوړپال له هغه مهاله چې متحده ایالاتو افغانستاني پناه غواړي ، ومنل ،نو خپله غوسهئې په دغه اقدام رابرسیره کړه.
https://iqna.ir/fa/news/4153431